هلمند کې ۲۹ طالبان وژل شوي

comments 0

0 Views

هندوکش – هلمند: هلمند کې د پوځ مسوولین وایي، په بېلابیلو سیمو کې د پنځه قومندانانو په ګډون ۲۹ طالبان وژل شوي دي.
د ميوند (۰۷) پوځي عملیاتو په لړ کې په سنګين، نادعلي او واشير ولسواليو کې د پنځه قوماندانانو په ګډون ۲۹ طالب جنګیالي وژل شوي او دوه تنه یې نیول شوي دي.
پدې عملیاتو کې یو عراده کرولا موټر، درې عرادې موټرسایکلونه، یو میل کلاشینکوف او يوه پایه ایکم مخابره د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
دغه راز شپږ عرادې موټرسایکلونه او د طالب جنګیالیو یو مهم مرکز د هوايي ځواکونو په بریدونو کې له منځه وړل شوي دي، طالبانو بیا پدې اړه څه ندي ویلي.
ننګیالی کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *