هلمند کې ۲۵ وسله وال طالبان وژل شوي

comments 0

3030 Views

هندوکش – هلمند: د هلمند ولایت امنیتي چارواکي وايې چې د دغه ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ په جګړه کې ۳۳ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دغه ولایت د امنیه قوماندان په وینا چې طالبانو غوښتل د نادعلي ولسوالۍ په پارچاو سيمه کې پر امنيتي پوستو بريد وكړي، خو د پوليسو له سخت غبرګون سره مخ شول. په دغه جګړه کې د وسله والو طالبانو د یو قوماندان په ګډون ۲۵ طالبان وژل شوي، ۸ تنه ژوبل او د هغوی یو شمېر وسلې او مهمات هم د امنیتي ځواکونو ته په لاس ورغلي.
د يادې جګړې په ترڅ كې امنيتي سرتېرو او ملكي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments