هلمند کې ۱۱ وسله وال وژل شوي

comments 0

0 Views

هندوکش – هلمند:د هلمند ولایت مقام وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د نهر سراج، نادعلي او لښکرګاه اړوندو سیمو کې ۱۱ طالبان د عملیاتو پرمهال وژلي دي.

د هلمند ولایت مطبوعاتي خبرپاڼه لیکي چې د ګرشک اړوند سیمو کې د توپچي بریدونو د طالبانو پټنځای په نښه کړی چې شپږ وسله وال پکې ژل شوي او دوه موټر سایکل د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي.

د خبرپاڼې په اساس، د لښکرګاه اړوند بشران او د نادعلي په چانجیر کې افغان ځواکونو هوایي بریدونه کړي چې پنځه طالبان پکې وژل شوي دي.

د خبرپاڼې په لیکنه، د ۲۱۵ ميوند قول اردو پلي جزوتامونو ۹۵ هغه ماینونه هم شنډ کړي چې په عامه لارو کې د طالبانو له خوا ایښودل شوي و.

ننگیالی کوهنورد

 

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *