هلمند کې ۱۰۲ تنو طالب جنګيالیو ته مړګ ژوبله اوښتې ده

comments 0

0 Views

هندوکش – هلمند: په تیرو ۴۸ ساعتونو کې د هلمند ولایت په ناوې ولسوالې کې هوایي او ځمکنې عملیات ترسره شوي دي.
د هلمند ولایت مطبوعاتې دفتر نه په خپور شوي خبر کې راغلي دي چې د هلمند امنيه قومندان مل پاسوال عبداالغفار صافي نن سه شنبه خبريالانو سره په يوه مطبوعاتي ناسته کې ویلي، د تېرو ۴۸ ساعتونو په لړ کې د ناوې ولسوالۍ په څلور برخو کې هوايي او ځمکنې عمليات ترسره شوي، چې په لړ کې يې طالب جنګيالي سخت ځپل شوي دي.
نوموړي زياته کړې ده چې، په دې هوايي او ځمکنيو عملياتو کې د دښمن ۶۲ جنګيالي وژل شوي او ۴۰ تنه نور يې ټپيان دي.
د نوموړې په وینا د ناوې ولسوالۍ لوې کلی، ژړ صاحب، مير سالم اغا او عينک کليو کې کمانډو او ځانګړو ځواکونو د غوڅ ملاتړ په هوايي همکارۍ پراخ عمليات په لاره اچولي، چې يادې سيمې د مخالفينو له شتون څخه پاکې شوي دي. عبدالغفار صافي وویل چې ددې عملياتو په لړ کې د وسله والو مخالفينو لسګونه وسايط او غټې او وړې وسلې هم په بشپړه توګه له منځه وړل شوي ، او طالبان په دې ولايت کې سخت ځپل شوي دي او هغه شوم اهداف چې دې ډلې درلودل له ترسره کیدو مخکې خنثی شوي دي.
ښاغلي صافي زیاته کړه د پلان مطابق به د پوځي عملياتو په سيمو کې د ګډو ځواکونو نوې پوستې ځای پر ځای او امنيتي کمربندونه به ټينګ شي.
ننګیالې کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *