هلمند کې یو آلمانی وسله وال نیول شوی

comments 0

0 Views

هندوکش – هلمند: امنیتي چارواکي وايي، دغه کس يې وړمه شپه د هلمند ګرشک ولسوالۍ په حیدر آباد سیمه کې د شپنیو عملیاتو په مهال نیولی دی.
سرچینو ویلي، نیول شوي آلماني جنګیالي د وسله والو په لیکو کې دنده ترسره کوله.
چارواکو ټینګار کړی چې له نیول شوي کس څخه یې څېړنې پیل کړي دي.
وړاندې له دې هم د وسله والو مخالفینو په لیکو کې د بهرنیو په ځانګړې توګه د پاکستانیو جنګیالیو د موجودیت راپورونه ورکړل شوي و.
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *