هلمند کې چادونې ۲ماشومان ټپیان کړل

comments 0

118 Views

هندوکش ــ هلمند: د هلمند ولایت په ګرمسیر ولسوالۍ کې طالبانو یو ماین ځاي پرځاي کړي وو، چې په ترڅ کې ماین چادونه کړې او ۲ماشومان په کې ټپیان شوي دي.
ځايی چارواکي وايي، چې ټپی شوي ماشومان دیوې کورنۍ دي او دامهمال دهلمند ولایت ایمرجنسي روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
دیادونې وړه ده، چې  طالبانو تل په داسې چادونو کې ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده، چې په کې ماشومان ،میرمنې او سپین ږیري شامل دي.
عبدالله اڅکزی

Share this page to Telegram

Comments