هلمند کې په لسګونو وژل شویو طالبانو کې د پاکستاني وګړو جسدونه شته

comments 0

15 Views

هندوکش ــ هلمند: د کورنیو چارو وزارت ویاند، طارق ارین پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي دي چې د هلمند ناوې او نهرسراج ولسوالۍ کې د طالبانو بریدنو ځواب کې افغان ځواکونو پوځي عملیات ترسره کړي او پایله کې یې د یادې ډلې ۱۷۱ تنه غړي وژل شوي دي.
په عین وخت کې د هلمند ځايي چارواکي بیا طالبانو د اوښتو تلفاتو شمېر لدې هم ډېر یادوي او وايي چې د دوی په منځ پاکستاني وسله وال هم شامل دي، چې د جګړې له دریدو وروسته به یې جسدونه رسنیو ته ښکاره شي.
طارق ارین د نښتو پرمهال افغان ځواکونو ته د احتمالي اوښتې مرګ ژوبلې په تړاو څه نه دي ویلي.
له درېیو ورځو راهیسې د لښکرګاه د څلورمې حوزې، د چاه انجیر سیمه، نادعلي ولسوالۍ او د لښکرګاه ۶۰۱ عمومي واټ په ګډون، د هلمند ځينې برخې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د نښتې شاهدې وې. له شنبې راهیسې، د لښکرګاه – کندهار لویه لار د ټرافیکو پر مخ تړلې ده.
د هلمند اوسېدونکي د لښکرګاه تر دروازو د جګړې د رارسېدو له اندېښنې سره وايي چې د دغه ښار ټولې لارې او عمومي سړکونه تړل شوي دي.
دا ټول په داسې حال کې دي چې د افغانستان اسلامي جمهوریت او د طالبانو مرکچي پلاوي د مذاکراتو لپاره په یو طرزالعمل اختلاف لري، د افغانستان د اسلامي جمهوریت پلاوی ټینګار کوي چې بین الافغاني مذاکرات باید د قران، سنت او شریعیت په رڼا کې وشي خو طالبانو له امریکا سره په شوې هوکړه ټینګار کوي.
عبدالله اڅکزی

Share this page to Telegram

Comments