هلمند کې پنځو ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

comments 0

0 Views

هندوکش – هلمند: افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د هلمند ولایت د نهرسراج ولسوالۍ په یخچال سیمه کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې درې ترهګر طالبان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
د دې عملیاتو په لړ کې د ترهګرو طالبانو ۱۰ کړۍ بېلابېل ماینونه د امنیتي او دفاعي ځواکونو د انجینیرۍ ډلې لخوا کشف او شنډ شوي دي.
د یادونې ده چې پدې عملیاتو کې ګڼ شمېر سیمې هم د ترهګرو طالبانو له شتونه پاکې شوې دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments