هلمند کې پر ملکیانو ځانمرګي شوي

comments 0

0 Views

هندوکش _ هلمند: هلمند کې دوو ځانمرګو بریدونو ملکي او نظامي کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
لومړنی ځانمرګی چې موټر یې له چاودیدونکو توکو ډک وو، د مرکز لښکر اړوند د کارته لګن سیمه کې یې د ملي امنیت حوزې سره نږدې یې چاودنه ورکړې.
هلمند کې روغتیايي سرچېنو ویلي، برید کې د ملي امنیت یو سرتیری شهید شوی او پنځلس ملکي وګړي ټپيان دي.
د ټپيانو په ډله کې پنځه ماشومان او دوې ښځې هم شاملي دي.
دویم موټر بم برید نادعلي ولسوالۍ کې شوی چې دوه سرتیري یې شهیدان کړي او یو بل ټپي دی.
عیني شاهدان وايي،موټر بم برید په ماتکي دښته کې د عامه نظم پر ځواکونو شوی دی.
ننګیالي کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply