هلمند کې وسله وال طالبان له سختي ماتي سره مخ دي

comments 0

3 Views

هندوکش-هلمند:د هلمند ولایت امنیتي مسؤلین وايي وسله والو طالبانو ته یې د ناوې ولسوالۍ په جګړې کې درنه مرګ ژوبله اړولې ،د هغوی برید یې په شا تمبولی دی او دا مهال یې د سیمې اوسیدونکو ته د ډاډمن ژوند زمینه برابره کړې ده.
د ۲۱۵ میوندل قول اردو د لومړۍ لوا قومندان بریدجنرال حکم خان کریمي وایي وسله والو طالبانو تیره اوونۍ له څو طرفو د هلمند ولایت پر ناوې ولسوالۍ برید وکړ، چې د افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو له سخت غبرګون سره مخ شول او وسله والو طالبانو ته یې درنه مرګ ژوبله واړوله.
جنرال کریمي وايي چې د طالبانو له برید وروسته یې د ناوې ولسوالۍ په ناامنو سیمو کې د وسله والو طالبانو د ځپلو په موخه پراخ عملیات پیل کړل،چې ډیری سیمې یې د طالبانو له شتون څخه پاکې کړي او دا مهال وسله وال طالبان له ماتې سره مخ دي.
د ده په وینا چې افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونه به د هلمند ولایت په ټولو سیمو کې وسله وال طالبان وځپي او ولسي وګړو ته به، په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د پراخ ګډون زمینه برابره کړي.
د هلمند امنیه قومندانۍ د امنیت امر سمونیار محمد رحیم نورزی بیا وايي چې وسله وال طالبان یې له ماتې سره مخ کړیدي او دا مهال له افغان پوځ سره د مخامخ جګړې وړتیا نلري.
د هلمند ولایت ناوې ولسوال فضل الباري فیاض او ددې ولسوالۍ امنیه قومندان عبدالغني بارک په وینا چې په ناوې ولسوالۍ کې یې طالبانو ته درانه تلفات اړولي دي او د هغوی مهم قومندانان یې وژلي دي، او بیا به هیڅکله هم وسله وال طالبان پر دې ولسوالۍ د برید هوډ ونکړي.
ددوی په وینا چې دا مهال یې د ناوې ولسوالۍ په ټولو سیمو کې امنیتي ستونزې له منځه وړیدي.
د هلمند ولایت ناوې ولسوالۍ کې د افغان پوځ سرتیري وايي چې ددې ولسوالۍ پر یوشمیر سیمو د طالبانو له بریدونو وروسته یې پراخ تصفیوي عملیات پیل کړیدي او دا مهال يې ددې ولسوالۍ ډیری ناامنه سیمې له امنیت څخه برخمنې کړيدي.
د افغان پوځ سرتیري ولسي وګړو ته ډاډ ورکوي چې د خپل سر په بیه به ترې ساتنه وکړي او وسله والو طالبانو ته به هیڅکله ددې اجازه ورنکړي چې د ولسي وګړو ژوند له ننګونو سره مخ کړي.
د هلمند ولایت ناوې ولسوالۍ اوسیدونکي او قومي مشران د طالبانو د ماتي کیسې کوي ، او له دې خوښ دي چې افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونه پدې وتوانیدل چې وسله وال طالبان یې له سیمې څخه وشړل او دوی ته یې دا مهال د ډاډمن ژوند زمینه برابره کړې ده.
د سیمې اوسیدونکي همدارنګه وايي چې د طالبانو تر حاکمیت لاندي ژوند له ستونزو او ننګونو څخه ډک دی، دوی افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکوي.
د هلمند ولایت ناوې ولسوالۍ کې پر داسي مهال وسله وال طالبان له ستري ماتي سره مخ شویدي، چې دا مهال ددې ولایت په یو شمیر ناامنو سیمو کې د افغان پوځ عملیات دوام لري.
ننگیالی کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments