هلمند کې هوایي برید کې وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

comments 0

1436 Views

هندوکش – هلمند: په هلمند کې امنیتي چارواکي وایي چې د افغان امنیتي ځواکونو په چاڼیزو عملیاتو کې د دولت ضد وسله والې ډلې یولسو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د چارواکو په وینا، د هلمند ولایت په يو شمير سيمو کې د نړيوالو او افغان ځواکونو د بريدونو پرمهال ۶ وسله وال وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي.
دغه بريدونه په تيره ۲۴ ساعتونو کې ترسره شوي چې پرمهال يي د وسله والو يو شمير وسلي،مهمات او پټنځايونه هم له منځه وړل شوي دي.
دافغان چارواکو ددغو څرګندونو په تړاو کومي وسله والي ډلي تردامهاله رسنيو ته څه نه دي ويلي.
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments