هلمند کې نشه‌يي توکي نیول شوي

comments 0

0 Views

هندوکش – هلمند: هلمند کې د نشه یې توکو پر وړاندي د مبارزې پولیسو ۸۶۰ کیلو ګرامه نشه يې توکي نیولي دي.
د هلمند د نشه یي توکو پروړاندي د مبارزې مدیریت وایې، دوه تنه یې له تریاکو او چرسو سره نیولي دي.
دا کسان د نادعلي او سنګین ولسوالیو ترمنځ د سړک په اوږدو کې نیول شوي چې اوه سوه او څلويښت کیلو ګرامه چرس او یو سل او شل کیلو تاریاک یې موټر کې بار کړي و.
د هلمند د امنیه قوماندانۍ د نشه یې توکو پروړاندې دمبارزې مدیرسمونمل محمدولي غوثي وایي، له کسانو سره یې موټر هم نیولی دی.
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments