هلمند کې له طالبانو سره د ایران او پاکستان مرسته

comments 0

3991 Views

‎هندوکش ــ هلمند: د سپاه پاسداران او آی ایس آی مشاورین او جنګیالي د هلمند په جګړه کې عملاً داخل شوي او د هلمند جګړه یې سخته او تنده کړې ده.
‎د ایراني طالبانو د مشر صدر ابراهیم ځانګړی نماینده ملا عبدالباري د هلمند له جګړې درې ورځې تر مخه په ناوه ولسوالۍ کې له ملاګل آغا او ملا محمدزي سره لیدلي و او دوی ته یې د جګړې لپاره 3,5 لکه ‌‌‌‌‌‌ډالر وکړل او د جګړې لپاره یې دوربین دار ماشیندار او ‌‌‌‌‌‌ډرون کمرې ورکړې.
‎ویل کیږي د هلمند د جګړې یوه پچلتیا دا هم ده چې امریکا پخپله هم غواړي چې طالبان دې په هلمند کې ځينې سیمې ونیسي او هلته دې د افغانستان د شته حکومت په وړاندې خنډونه جوړ کړي.
له پاکستانه را رسیدلي راپورونه وايي چې د هلمند جګړې له پیله دغه هېواد لسګونه ټپیان او د وژل شویو جسدونه ور سیدلي چې د پاکستان په پوځي روغتونو او ځایونو کې یې درملنه او جنازې شويدي.
‎عبدالله اڅکزی

Share this page to Telegram

Comments