هلمند کې سیلابونو مرګ ژوبله اړولې ده

comments 0

0 Views

هندوکش – هلمند: د تیز باران له امله لښکرګا ښارکي یو شمېر خامه کورونه نړېدلې، چي د ښځو او ماشومانو په ګډون يې د یوې کورنۍ پنځه تنه غړي شهیدان او درې نور يې ټپیان سوي دي.
په دې پېښو کي یوه يې تر ټولو دردونکي وه ، چي د یوه کور چت د نړېدو له امله دوه ښځي او درې ماشومان شهیدان سوي او درې نور يې ټپیان سوي دي.
د لښکرګا ښاروال انجنیر مطیع الله بهیر وايي: دوی خپل ټول توان وکړ، چي په پلاني ساحو کي اوبه کنټرول کړي، خو د غیر پلاني سیمو لپاره چي هلته ډېري ستونزي موجود دي باید خلک هم اقدام وکړي او د دغه ډول پېښو په مخنیوي کي مرسته وکړي.
هلمند کي نږدې یوه میاشت کيږي، چي پرله پسې بارانونه اوریږي، دلته ګڼ شمېر داسي کورونه سته ، چي له خامو خټو جوړ سوي او یا يي هم د کورونو چرۍ نه وې وتلي، ورستیو بارانونو هم همدا کورونه زیانمن کړه، چي لا هم له ګواښ سره مخ دي.
لا تراوسه اړوند ادارو د دې کورونو د ګواښ د مخنیوي لپاره د قناعت وړ اقدام نه دی کړی
ننګیالې کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments