هلمند کې د ګډو ځواکونو عملیات پيل شوي

comments 0

0 Views

هندوکش – هلمند: د هلمند نادعلي او ګرشک ولسوالیو کې د افغان او ایتلافي ځواکونو له لوري په پیل شويو عملیاتو کې دوولس طالبان وژل شوي او شپږ ټپیان دي.
د دوه سوه پنځلس میوند قول اردو له لوري خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې ځمکني عملیات افغان ځواکونه په مخ وړي او د هوايي ځواک په برخه کې د غوڅ ملاتړ ماموریت یې ننګه کوي.
خبر پاڼه کې همداراز راغلي چې د عملیاتو په مهال د نادعلي ولسوالۍ لویو لارو کې پنځلس کړۍ ماینونه هم کشف او خنثی شوي دي.
د یو بل خبر له مخې تیره شپه د شپږ سوه یوولسم کنډک پولیسو له هغو طالبانو سره نښته کړې چې د کابل هرات پر لویه لار یې ماینونه ښخول.
د شپږ سوه یوولس شهرا کنډک قوماندان عبدالبصیر اڅکزی وايي، دغه نښته کې د سیمه ییز طالب قوماندان ملا بسم الله مشهور په حاجي صدیق سربیره شپږ نور طالبان وژأ شوي او پنځه ټپیان دي.
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments