هلمند کې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د وسله والو طالبانو د وسلو او مهماتو ډیپو له منځه وړې ده

comments 0

274 Views

هندوکش – هلمند: د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د هلمند ولایت نهرسراج ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د وسلو او مهماتو یو ډيپو له منځه وړیدی.
د هلمند والي ویاند عمر ځواک وايي د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو ددې ولایت د نهرسراج ولسوالۍ په مربوطاتو کې د وسله والو طالبانو پر مرکزونو عملیاتو کړیدي، چې له یو ډيپو څخه یې ګڼ شمیر مهمات په لاس راوړيدي.
ښاغلی ځواک وایي له یاد ډيپو څخه ۳۲ فیره د راکبټ مرمۍ،۳۲عدده د راکیټ پټاکۍ،۸۰ عدده د ماین بطرۍ او ریموټ کنټرولونه، ګڼ شمیر نور مهمات او چاودیدونکي توکي د ملي امنیت خواکونو ته په لاس ورغلي دي.
دده په وینا چې وسله والو طالبانو له یاد ډيپو څخه خپل وسله وال تمویلول او د ولسي وګړو او افغان پوځ لپاره یې د سړک غاړې ماینونه جوړول، چې په له منځه وړلو سره به یې په سیمه کې امنیت تامین شي.
د هلمند ولایت نهرسراج ولسوالۍ کې د ملي امنیت ځانګړي ځواکونه پداسي حال کې د وسله والو طالبانو د وسلو او مهماتو یاد ډیپو له منځه وړي چې دا مهال ددې ولایت په یو شمیر ناامنو سیمو کې د افغشکشان پوځ عملیات دوام لري.
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments