هلمند کې د طالبانو بې رحمانه جګړه او منافقانه منطق؟سپوږمۍ پوپلزۍ

comments 0

1 Views

کله چې د جګړې د مشروعیت لپاره هر دیني دلیل ختم شي، هلته بیا دغسې وحشي او منافقانه دلیل ویل کیږي لکه د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد چې په ټوېټر لیکلی.
وایي چې د هلمند ولس په غوښتنه مو جګړه پیل کړه ځکه دوی له دولت نه تنګ وو.
یانې څه؟
ته ورغلې په کور او کوڅه کې دې جګړه شروع کړه، په نیمه شپه دې بې کوره کړل، کډې یې بار کړې، وطن یې پرېښود، د یو کور اوه کسان دې ور ووژل، ژوند دې په ټپه ودراوه، در بدري دې ور وړه او لا په تمامه سپین سترګۍ وایې چې ولس ور بللی یم؟
د ملګرو ملتونو وروستی راپور په ډاګه کوي چې په هلمند د طالبانو د بریدونو وروسته ۳۵ زره خلک بې ځایه شوي دي، تاسو ولې دومره احمقانه منطق وايئ ایا ولس همدا غوښتل؟
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې اوچا وايي چې دغه کورنۍ چې شمېر یې شااوخوا ۳۵ زره کسانو ته رسېږي، د لښکرګاه په لمنو کې د وسله‌والو طالبانو لخوا د شویو بریدونو له امله خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوې دي. بې‌ځایه شوې کورنۍ هم له سختو ستونزو سره مخ دي.
د نادعلي له ولسوالۍ بې‌ځایه شوې انارګل هندوکش ته خپل وضعیت داسې بیان کړی.”پرون راوتلي یو کور پسې ګرځو. کور نه‌شته، کډه مو په ټکټر کې ده. د څښاک لپاره اوبه نه پیدا کېږي، د خوراک لپاره ډوډۍ نه پیدا کېږي، هر څه مو پرېښي دي. په دغه پسې حیران یو چې چېرې شپه تېره کړو او څنګه خپل ژوند مخ ته یوسو.”
تاسو اوس د دغه بې ځایه شوي کس او طالب ویاند ذبیح الله مجاهد خبرې سره پرتله کړئ:
ولس همدومره له دولت تنګ وو چې کډه بارول ور ته سهولت ښکاره شو؟
ولس که له دولت رښتیا هم دومره تنګ وای، پخوا به یې کډې بار کړې وې خو نه دا ستا د رحم پایله ده چې پښتنې میندې، خویندې او سپین ږیري پښې ابله له وطنه کوچیږي.
له دې ټولو ور اخو ستاسو «طالبانو» د جګړې له امله د میلیونو افغانیو په ارزښت عام المنفعه پروژې ورانې شويدي، د برېښنا سبسټېشن ستاسو د جګړې له امله چور شو، افغانانو یو وار بیا د خپلو شتمنیو د چور کولو ننداره وکړه، ایا افغانان دغه حالت غواړي؟ نه هېڅکله هم نه؟
تاسو «طالبان» خو چې کوم ځای ته لاړ شئ، غیر له وحشت هېڅ شی هم په میراث نه پېرېږدئ.
د منافق اولاد دې حالت ته غزا وایي، چکچکې ور ته وهي او په دغه حالت له زړه خوښ دي.

Share this page to Telegram

Comments