هلمند کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه ونمانځل شوه

comments 0

0 Views

هندوکش – هلمند: د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه کې د خپلواکۍ ۱۰۰ مه کلیزه په خورا شانداره مراسمو سره ونماځل شوه، چې سلګونو ولسي وګړو،قومي مشرانو،د ولس استازو، دیني عالمانو او دولتي مسؤلینو پکې ګډون کړی ؤ.
د یادو مراسیمو په ترڅ کې د هلمند والي تورنجنرال محمد یاسین خان د غازي شاه امان الله خان په لاسته راوړنو او د یو پرمختللي افغانستان د بنسټ ایښودولو په تړاو خبري وکړې او غازي شاه امان الله خان یې یو رښتنی اتل او د افغانانو رښتنی رهبر یاد کړ.
د جنرال یاسین په خبره هغه هڅې چې غازي امان الله خان د یو پرمختللي او باثباته افغانستان لپاره ترسره کړیدي خورا ارزښتمندي او مهمي دي، او د افغانستان ولسونه او تاریخ به ترې هیڅکله هم سترګي پټي نکړي.
نوموړي همدارنګه له وسله والو طالبانو وغوښتل چې د سولې له پروسې سره یوځای شي، افغان وژنه او هیواد ورانونه ودروي او په ګډه له افغان حکومت سره د ولسونو د ښې راتلونکې لپاره هلي ځلې وکړي.
د خپلواکۍ د۱۰۰ مي کلیزي په ویاړ پدې مراسمو کې د ملي اردو، ملي پولیسو او ملي امنیت سرتیرو له لوري نظامي پریډونه هم ترسره شول، چې د ګډونوالو له تود هرکلي سره مخ شول.
همدارنګه د ورزشکارانو ترڅنګ بیلابیلو ملکي ادارتو هم خپل نمایشات ترسره کړل.
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments