هلمند کې د ترهګرو برید په شا تمبول شوی

comments 0

0 Views

هندوکش – هلمند: د هلمند پولیس وایي، د طالبانو په ډله ییز وسله وال برید په شا تمبول شوی او ۳۵ طالبان پکې وژل شوي او ټپيان دي.
په هلمند کې د لویو لارو د۶۱۱ کنډک قوماندان څارمن عبدالبصیراڅکزی وایې، تېره شپه طالبانو د ګرشک ولسوالۍ د حیدراباد په سیمه کې پرامنیتي پوستو بریدونه وکړل.
د قوماندان په خبره افغان ځواکونو پر طالبانو هوایي او ځمکني عملیات پیل کړل چې ۲۹ طالبان ووژل شول او شپږ نور ټپيان شول.
اڅکزی وایي د اتو طالبانو جسدونه په سیمه کې پاتې دي.
نوموړي په دغه نښته کې د دوو پولیسو شهید کېدل یو ټپي کېدل تایید کړل.
ننګیالې کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments