هلمند کې دطالبانو له خوا کیند ل شوي تونل د افغان ځواکونو له خوا له منځه یوړل شو

comments 0

98 Views

هندوکش – هلمند:‌ د ۲۱۵ میوند قول اردو مطبوعاتي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې دهلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ اړوند چرخکانو مانده سیمه کې دطالبانو له لوري کندل شوی تونل دافغان ځواکونو له خوا کشف او له منځه یوړل شو.
خبرپاڼه زیاتوي، چې وسلوالوطالبانو غوښتل دهمدې کیندل شوي تونل له لارې دافغان امنیتي ځواکونو پوستې ته چاودنه ورکړي، چې د افغان ځواکونو دکشفي او اسختباراتي راپورونو په اساس دطالبانو دیاد برید مخه ونیول شوه اوکیندل شوی تونل یې له منځه یوړ.
ننگیالی کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments