هلمند کې ددولت مخالفې ډلې 16 کسان وژل شوي دي

comments 0

0 Views

هندوکش – هلمند: هلمند کې د اتل قول اردو مسوولین وایي چې یاد ولایت کې یې د دولت مخالفې ډلې 16 کسان وژلي دي.
د ۲۰۵ اتل قول اردو مطبوعاتي مسوول وایي، ملي اردو د هلمند په ګروسیر ولسوالۍ کې هیوايي عملیات ترسره کړي چې د طالب وسله والې ډلې 12 کسان وژل شي او ځینې اسلحې او مهمات هم لاسته راغلي دي.
د نوموړي په وینا، په ورته وخت کې د افغان امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې د هلمند په نهر سراج ولسوالۍ کې هم د دولت مخالفې ډلې 4 کسان وژل شوي او یو تعداد اسلحې او مهمات هم تخریب شوي دي.
د یادونې وړ ده چې وروستیو کې هلمند ولایت کې د دولت مخالفې ډلې سخت ځپل شوي چې له امله یې ځاني تلفاتو ترڅنګ مالې زیان هم ورته اوښټې دې.
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply