هلمند کې به د طالبانو نظامي ماته، د دې ډلې د سیاسي هلاکت سبب شي/ سپوږمۍ پوپلزۍ

comments 0

1 Views

په داسې حال کې چې د افغانستان سولې لپاره په قطر کې مذاکرات د نړيوالو تر سختې څارنې لاندې دوام لري او طالب وسله‌وال چې فکر يې کاوه د جکړې له لارې پر افغان حکومت د فشار راوړلو په ترڅ کې امارت يقيني کولی شي، خو په دې اړه خپله ترسيم کړې ازمويينه کې يې د هلمند په جګړه کې ماتې وخوړه.
تېره شپه د هلند په مرکز لښکرګاه کې د وسله‌والو طالبانو جګړه دغې ډلې ته وروستی فرصت و چې امريکا متحده ايالاتو ته د خپل نظامي زور په ښودنه کې ځان ثابت کړي. خو افغان امنيتي ځواکونو له وسله‌والو طالبانو دغه فرصت واخېست او په دې ترڅ کې يې ترلاسه کېدونکی امتياز افغان دولت ته وګرځوه.
په هلمند کې امنيتي چارواکو د جګړې له پيل وروسته د لومړنيو مالوماتو له مخې د له دوه سوه د زیاتو طالب وسله‌والو د وژل کېدو خبر ورکړی او ويلي يې دي چې په دې کسانو کې د يادې ډلې يو شمېر کليدي کسان هم شامل دي.
کورنيو چارو وزارت هم تېره اعلان وکړ چې په دې جګړه کې له کومانډو ځواکونو سره يوازې په يو ساعته نښته کې ۷۱تنه طالب وسله‌وال وژل شوي دي. له دې سره هم‌مهاله ملي امنيت هم هلمند ته د طالبانو نومول شوي مرستيال والي او د يادې ډلې درې نورو مهمو قومندانانو له نيول کېدو خبر ورکړی دی.
د هلمند امنيه قومندان خليل‌الرحمن جواد وايي چې د لښکرګاه ښار ټولې مرکزي سيمي او څلور خواوې له طالب وسله‌والو تصفيه شوي او د امنيتي ځواکونو په لاس کې دي. دا په داسې حال کې ده چې وسله‌والو طالبانو د سولې په اړه په روانو مذکراتو کې د زيات امتياز ترلاسه کولو په هدف هېڅکله د تاوتريخوالي په دوام سره له نظامي دريځ لاس نه دی اخيستی، خو د دې ډلې پر وړاندې د امنيتي ځواکونو ثابت او قوي استقامت د وسله‌والو طالبانو نظامي ځواک د نړېوالې تولنې او امريکا تر مخ کمروزی او حتا له صفر سره ضرب کړی دی.
که څه هم وسله‌والو طالبانو په هلمند کې امنيتي ځواکونو ته د تلفاتو اړولو ادعا کړې، خو نړيوال به قضاوت وکړي چې کوم اړخ ډېر بشري او ډيموکراټيکو ارزښتونو ته ژمن دی او کوم اړخ بيا د سيمې او نړۍ هېوادونو ګټې په افغانستان کې خوندي کولی شي. دا قضاوت به د وخت په تېرېدو سره د سولې په روانو مذاکراتو کې روښانه شي.

Share this page to Telegram

Comments