هلمند کې امنیتي ځواکونو پر طالبانو هوایي بریدونه کړي

comments 0

0 Views

هندوکش – هلمند: د هلمند په ناوې او ګرشک ولسواليو کې افعان امنیتي ځواکونو پر وسله والو طالبانو هوايي بريدونه کړي.
د ۲۱۵ ميوند قول اردو له مطبوعاتي دفتره رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې دا بريدونه افغان هوايي ځواكونو تېره شپه د يادو ولسواليو په مربوطاتو كې د طالبانو پر پټنځايونو ترسره كړي دي.
د سرچينې په وينا، په يادو هوايي بريدونو كې ۱۰ طالبان وژل شوي او د هغوى يو شمېر وسلې او مهمات هم امنیتي ځواکونو له منځه وړي دي،
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments