هلمند کي لس تنه طالبان وژل شوي دي.

comments 0

0 Views

هندوکش- هلمند: افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه په یو لړ ځانګرو عملیاتو کې د طالب وسله والو لس تنه وژلي او ګن شمیر وسلې له منخه وړي دي.
د هلمند ولایت مطبوعاتي دفتر نه په خپور شوي خبرپاڼه کې راغلي چې «نادعلي او ګرشک ولسوالیو کی لس تنه وسله وال وژل شوي او ګن شمیر سپکې اودرنې وسلې له منځه وړل شوي دي».
د خپور شوي خبرپانې پر بنست دغه نښته شاوخوا لس بجې د نادعلي ولسوالي په مربوطاتو کې ترسره شوې چې د ملي اردو ځواکونو د هاوان لګیدلو له کبله ۸ طالب جنګیالي وژل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چی تیره ورځ د افغان امنیتي ځواکونو او طالبان ترمنځ ګرشک کې سخته نښته شوې وه چی له امله دوه تنه طالبان وژل شوي دي.
یاده دی نه وي چې افغان ځواکونو د لښکرګاه شاخوا، سنګين، نادعلي، ګرمسېر، ناوې او يو شمېر نورو سيمو کې د وسله والو مخالفينو پر ضد پوځي عمليات پېل کړي چې طالب جنګیالي سخت ځپل شوي دي.
ننګیالې کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply