هلمند کي طالبانو ته درنه مرک ژوبله اوښتي

comments 0

189 Views

هندوکش-هلمند: تېره ورځ د هلمند ولایت د نهرسراج ولسوالۍ په مهاجر بازار سیمه کې افغان ګډو امنیتي او دفاعي ځواکونو د ترهګرۍ ضد یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې ۱۳ ترهګر طالبان وژلي دي.
د دې عملیاتو په لړ کې د ترهګرو طالبانو درې جسدونه د جګړې پر میدان پاتې شوي، پنځه پایې مخابرې او یو قبضه راکټ انداز او څلور موټرسیکلونه یې هم د ګډو امنیتي او دفاعي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
د یادونې ده چې په یادو عملیاتو کې د افغان ګډو امنیتي او دفاعي ځواکونو انجینیرۍ ډلې ۱۳ کړۍ بېلابېل ماینونه هم کشف او شنډ کړي دي.
طالبانو تراوسه په دي اړه څه نه دي ویلي.
ننگیالی کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments