هلمند ولایت کې ۶۸ تنه وسلوال طالبان وژل شوي

comments 0

13 Views

هندوکش ـ هلمند: د هلمند ولایت ځايي امنیتي چارواکي وايي، چې طالب وسلوالو تیره شپه د یاد ولایت په ناوې ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو په پوستو وسلوال بریدونه کړي، چې د افغان ځواکونو له سخت مقاومت سره مخامخ شوي چې په پایله کې ۶۸ تنه وسلوال طالبان وژل شوي دي.
چارواکي وايي، چې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ په نښته کې ولسي وګړو او افغان ځواکونو ته هیڅ ډول زیان نه دی اوښتی.
وسلوالو طالبانو تراوسه په دې اړه نظر نه دی څرګند کړی.
عبدالله اڅکزی

Share this page to Telegram

Comments