هلمند ولایت کې ۳۷تنه طالب وسلوال ووژل شول

comments 0

5558 Views

هندوکش – هلمند: افغان امنیتي ځواکونو دهلمندولایت په مارجې ولسوالۍ کې دتصفیوي عملیاتو کې په پایله کې ۳۷تنه وسلوال طالبان وژل شوي.
د ۲۱۵ میوند قول اردو قومندان جنرال ذبیح الله مهمند وایي،چې دافغان ځواکونو له دوه اونیو راهیسې دهلمند په مارجې ولسوالۍ کې تصفیوي عملیات پیل کړي وو،چې په ۳۷ طالبانو په وژل کیدو سربیره دطالبانو دوسلواو مهماتو دوه سترې ډیپوه ګانې ۶نظامي مرکزونه اوګن شمیر ماینونه چې په لویو لارو کې يې ځاي پرځاي کړي وو کشف او له منځه وړي دي.
یادونه:دافغان ځواکونو له لوري دهلمند ولایت په مارجې ولسوالۍ کې عملیات پاي ته ورسیدل او دهلمند ولایت مارجې ولسوالۍ ټولې سیمې دوسلوالوفعالیت څخه پاکې شوې.
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments