هلمند ولایت کې ۳تنه وسلوال طالبان نیول شويدي

comments 0

51 Views

هندوکش ــ هلمند: افغان ځانګړو ځواکونو د هلمند ولایت په نوزاد ولسوالۍ کې عملیات ترسره کړي دي، چې په پایله کې ۳تنه طالب وسلوال ژوندي نیولي دي.
د هلمندولایت ځايي چارواکي وايي، چې په نوموړو ځانګړو عملیاتو کې د۳تنو طالبانو په نیول کیدو سربیره ګن شمیر سپکې او درنې وسلې د افغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.
دوی زیاتوي، چې یادو عملیاتو کې د طالبانو ګڼ شمیر پټنځایونه او یو شمیر مهمې قرارګاوې له منځه تللې دي.
عبدالله اڅکزی

Share this page to Telegram

Comments