هلمند ولایت کې د سولې په ملاتړ غوڼده

comments 0

20447 Views

هندوکش – هلمند: دهلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې په یوه جوړه شوې غوڼده کې قومي مشرانو، دیني عالمانو، ځوانانو او د یاد ولایت اوسیدونکو په یوه غږ سره په هېوادکې دسولې او اوربند غوښتنه وکړه.
په جوړه شوې غوڼده کې دیني عالمانو او قومي مشرانو د جګړې په ښکیلو طرفو نو په ځانګړې ډول طالبانو باندې غږ وکړ، چې سولې ته غاړه کیږدي اوله جګړې دې لاس واخلي.
د غوڼدې ګډونوالو په خپل وار سره د سولې په ارزښت او جګړې په زیانونو هم خبرې وکړې.
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments