هلمند ولایت کې د سولې په ملاتړ غونډه ترسره شوه

comments 0

10 Views

هندوکش ــ هلمند: د هلمند ولایت په مرکز لښکر ګاه ښار کې په یوه جوړه شوې ناسته کې قومي مشرانو، دیني عالمانو او ځوانانو دسولې ملي پروسې او اوربند ملاتړ کړي دي او له طالبانو څخه یې غوښتي دي، چې تاوتریخوالي پای ته ورسوي او سولې ته غاړه کیږدي.
دوي وايي، جګړه د حل لار نه ده او باید دجګړې ښکیل اړخونه د خبرو له لارې خپل موخو ته ځانونه ورسوي.
دوی زیاتوي، سوله د هرافغان هیله اوغوښتنه ده، نور افغانان له جګړې ستړي دي او باعزته سوله غواړي.
د غونډې ګډونوالو په پای کې له شته نظام څخه خپل ملاتړ وکړ او ژمنه یې وکړه، چې د سولې په برخه کې به هیڅ ډول مرسته ونه سپموي.
عبدالله اڅکزی

Share this page to Telegram

Comments