هلمند والي: د خپلواکۍ ورځې لمانځني لپاره بشپړ امنیتي تدابیر نیول شوي

comments 0

3281 Views

هندوکش – هلمند: هلمند والي تورنجنرال محمد یاسین خان وایي: د خپلواکۍ ورځي لپاره بشپړه اماده نیول شوې او هلمندیان به وکولای شي، چي د خوشالۍ دغه ورځ په خپلو سیمو کي د ډاډمن امنیت په فضا کي ولمانځي.
هلمند والي زیاتوي افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د خپلواکۍ ورځي مراسیمو لپاره په ټولو سیمو کي بشپړ امنیتي تدابیر نیولي دي.

هلمند والي تورنجنرال محمد یاسین رسنیو ته وویل: د خپلواکۍ ورځي لمانځي لپاره په ټولو سیمو کي بشپړ امنیتي تدابیر نیول شوي ، چي له مخي به یې ولسي وګړي وکولای شي، د خوشالۍ دغه ورځي په ښه ډول ولمانځي.
ښاغلي یاسین خان وویل: افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په ټولو سیمو کي د ډاډمن امنیت په موخه کوټلي ګامونه پورته کړي او ټوله هڅه دا ده، چي په سیمو کي د ولسي وګړو امنیت خوندي وساتل شي.
د والي په خبره افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه ژمن دي، چي د ولسي وګړو د امنیت او ثبات لپاره په سیمو کي جدي امنیتي تدابیر ونیسي.
تر دې وړاندي د هلمند مرکز لښکرګاه ښار کي د زرګونو ولسي وګړو له لوري د بیرغ ملي ورځ لمانځل شوې وه، ددې ورځي د ډاډمني لمانځني لپاره د مرکز لښکرګاه په ګډون په یو شمیر ولسوالیو کي افغان امنیتي ځواکونو جدي امنیتي تدابیر نیولې وه.
زرګونو ولسي وګړو وکولای شوه، چي دغه ورځ په ډاډمن زړه په خپلو سیمو کي ولمانځي.
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments