هلمند: د طالبانو دوه قومندانان وژل شوي

comments 0

0 Views

هندوکش – هلمند: ملي دفاع وزارت وایي ، په هلمند کې یي شل طالبان د هوایي بریدونو په پایله کې وژلي دي.
له ۲۱۵ میوند قول اردو څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دغو شلو وسله والو کې دوه مهم قوماندانان مولوي محب الله او ظاهر هم شامل دی.
په خبرپاڼه کې راغلي چې بهرنیو ځواکونو تېره ورځ په سنګین ولسوالۍ کې هوایي برید کړی چې اوه طالبان یي وژلي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې وړمه ورځ هم بهرنیو ځواکونو د ناوې ولسوالۍ په سرخ دوز سیمه کې هوایي برید کړی چې د دوو قوماندانانو په ګډون اوه طالبان وژل شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې درېیم برید په موسی کلا ولسوالۍ کې شوی چې ۶ طالبان یي وژلي دي.
ننګیالې کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments