هلمند: درې ولسوالیو کې طالبان وژل شوي

comments 0

0 Views

هندوکش – هلمند: د هلمند په ځینو ولسوالیو کې د عملیاتو او هوایي بریدونو پرمهال اته طالبان وژل شوي دي.
هلمند کې د ۲۱۵ میوند قول اردو مطبوعاتي دفتر وایي، عملیات په مارجې، سنګین او ګرشک ولسوالیو کې شوي دي.
ګرشک او مارجه کې پنځه طالبان او په سنګین ولسوالۍ کې درې طالبان هوایي برید کې وژل شوي دي.
طالبان په هلمند ولایت کې تر سخت فشار لاندې دي او هغه سیمې چې دې ډلې به خوندي ځایونه ګڼل تر بریدونو لاندې دي
د هوایي بریدونو تر څنګ د دې ولایت لیرې پرتو سیمو کې کمانډو ځواکونه عملیات هم کوي چې لاس ته راوړنې لري.
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments