هلمند او غزني کې ۲۶ وسلوال طالبان وژل شوي

comments 0

1 Views

هندوکش ـ کابل: ملي دفاع وزارت ادعا کړې، چې امنيتي او دفاعي ځواکونو د جګړې پرمهال په هلمند او غزني ولايتونو کې پوره ۲۶ وسلوالو طالبان وژلي دي.
له دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې تېره شپه وسلوالو طالبانو د هلمند ولایت نهرسراج ولسوالي په اړوندو سيمو کې د دفاعي او امنیتي ځواکونو پر پوستو د برید پلان درلود. خو د خبر پاڼې له مخې امنيتي ځواکونو د هوايي ځواک په ملاتړ د يادو طالب وسلوالو پټنځای په نښه کړ، چې په پایله کې يې ۱۵ طالب وسلوال ووژل شول او ۴ تنه یې ژوندي ونیول شول.
په خبرپاڼه کې ويل شوي چې په یاد برید کې د طالبانو ۲۰۰ په لاس جوړ شوي ماینونه، ۳ موټر او زیات شمېر وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.
ملي دفاع وزارت دغه راز د يوې بلې جلا خبرپاڼې په خپرولو سره په غزني کې هم د جګړې پرمهال د ۱۱ طالب وسلوالو له وژل کېدو خبر ورکړی دی.
په دې اړه خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې دا وسلوال هغه مهال ووژل شول چې د امنيتي ځواکونو پر پوستو يې د بريد کولو هڅه کوله.
وسله ‌والو طالبانو تر اوسه په هلمند او غزني کې د دې ډلې د وژل شويو کسانو په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments