هلمندیان نوامیش ولسوالي نه مني

comments 0

39 Views

هندوکش – هلمند: هلمندیان خبرداری ورکوي چې چا ته به په خپل برخلیک د لوبې کولو اجازه ور نه کړي.
هلمندیان وايي، نوامېش ولسوالۍ چې د ولسمشر د فرمان په اساس د دایکندي اړونده شوې، اوس هڅه کېږي چې هلمند پورې وتړل شي او ځانګړی قوم ترې ولسي جرګې ته نوماندان ولري.
هلمندیان اندېښنه لري چې په نوامېش ولسوالۍ کې د نفوسو څو برابره سټېکرونه وېشل شوي چې د ځانګړو کړیو او قوم له لوري هلمندیانو ته دسیسه ده.
ټاکنو کمېسیون بیا وايي چې نوامېش ولسوالۍ هلمند پورې اړه لري، خو د هلمند له مرکز څخه د لرېوالي له امله یې امنیتي او نورې چارې دایکندي ته سپارل شوې دي.
هلمندیان بیا ادعا کوي چې د ناومېش ولسوالۍ د ټاکنو د نوم ثبتونې او نورې ټولې ټاکنیزې چارې له دایکندي څخه تنظیم شوي او د هلمند د ټاکنو کمېسیون د دغې ولسوالۍ په اړه هېڅ مالومات نه لري.
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments