هلمندکې دسولې په ملاتړ غونډه

comments 0

25 Views

هندوکش – هلمند: هلمند کې سلګونو ولسي وګړو، ځوانانو، مدني فعالانو او قومي مشرانو د یوې پراخې ولسي غونډې په ترڅ کې د سولې له پروسې څخه خپل ملاتړ اعلان کړ، او پدې برخه کې یې د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه.
د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه کې سلګونه ولسي وګړي،قومي مشران او مدني فعالان را غونډ شوي ؤ، دوی سوله د ټولو افغانانو ستره هیله او اړتیا یاده کړه، او له وسله والو طالبانو یې وغوښتل ترڅو له افغان حکومت سره د سولې مذاکراتو ته حاضرشي او له جګړې لاس واخلي.
قومي مشرانو او مدني فعالانو وویل چې د رواني جګړې له امله یې نه یوازي دا چې رښتني افغان مشران ، ماشومان او ښځې له لاسه ورکړې، بلکې د هیواد په کچه بنسټیزي چارې هم له زیان او خنډ سره مخ شویدي.
ددوی په وینا که چیري جګړه همداسي دوام پیدا کړې نو د ښې راتلونکې هیلې به یې مړاوي شي، نو په همدې خاطر له طالب مشرانو او جنګیالیو یې غواړي چې د بې ګناه افغانانو له وژنې او هیواد ورانولو څخه لاس واخلي او د سولې له پروسې سره یو ځای شي.
پدې غونډه کې یو شمیر نورو ولسي مشرانو د ټولو افغانانو او میشتو قومونو ترمنځ پر یوالې هم ټينګار وکړ، د دوی په وینا که چیري یوالی او اتحاد ولرو هم به سولې ته ورسیږو او هم به له ښه امنیت څخه برخمن او ننګونې به له منځه یوسو.
دغه قومي مشران همدارنګه وایي چې د ولسونو د یوالي او هیواد او خلکو د ساتنې په موخه هره ورځ افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونه قربانۍ ورکوي ، چې دوی يې قدرداني او ستاینه کوي، او ملاتړ یې خپل ملي مسؤلیت ګڼي.
هلمند کې تردې وړاندې هم د سولې او یوالي په ملاتړ دېته ورته پراخي ولسي غونډې ترسره شویدي
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments