هلمندولایت کې د طالبانو یو مهم پټنځای له منځه یوړل شو

comments 0

105 Views

هندوکش ــ هلمند: د هلمند ولایت په ګرمسیر ولسوالۍ کې دافغان ځواکونو په عملیاتو کې دطالب وسلوالو یومهم پټنځاي له منځه یوړل شو.
دهلمند ولایت ځایي چارواکي وايي، دیادو عملیاتو پرمهمال دوسلوالو طالبانو یوشمیر مهم او ځانګړي سندونه دافغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.
چارواکي زیاتوي، چې له یاد پټنځای څخه دبهرنیو هېوادونو هویت پاڼې او دطالبانو دبرید طرحې هم ترلاسه شوي دي.
بل لوري ته د سیمې خلک له دا ډول عملیاتو خوښ دي اود دوام غوښتنه یې کوي.
ننګیالی کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments