هغه کسان مجازات کیږي چې پر کابل ښار د راکټي بریدونه کې یې بې غوري کړې

comments 0

3 Views

هندوکش ـ کابل: د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، هغو کسانو ته به جزا ورکړل شي چې پر کابل ښار د پرونیو راکټي بریدونو مخنیوي کې غفلت کړی دی.
د امنیت شورا د سلاکار حمدالله محب په مشرۍ د لوړپوړو امنیتي چاررواکو په غونډه کې د پرونیو راکټي بریدونو په اړه پر څېړنو او عاملینو ته یې پر سزا ورکولو هم ټینګار شوی دی.
د ملي امنیت شورا ویلي،د پلټونو د پایلو تر څرګندېدو وروسته دي هغو کسانو ته جزا ورکړل شي چې غفلت یې کړی دی.
د یادونې ده، چې د شنبه د کابل ښار له څلورمې او اوولسمې امنیتي حوازې څخه له موټرو نه په استفاده پر کابل ښار ۲۳ راکټونه وویشتل شول.
د ولسمشر محمد اشرف غني لومړي مرستیال امرالله صالح د یکشنبه نومبر۲۲(لېندۍ دوهمه) پخپل امنیتي راپور کې ویلي چې په پرونیو بریدونو کې ۱۰ تنه وژل شوي او ۵۱ نور ټپيان شوي دي.
ښاغلي صالح ویلي، چې له یادې سیمې څخه تر دې مخکې هم پر کابل ښار راکټي بریدونه شوي چې په وینا یې په اړه یې جدي څېړنې پيل شوي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments