هغه څه چې افغان ځواکونو نه دي کړي، پر مه یې ملامت کوئ / سید عبدالله پاچا

comments 0

0 Views

په دې وروستیو کې د افغان ځواکونو په تړاو منظم ډول باندې تبلیغات کیږي او کله په یوه او کله بله پلمه هڅه کیږي چې د افغانستان امنیتي او دفاعي بنسټونه نوم بدي کړي.
د ملي امنیت ځانګړو قطعو رانیولې، بیا تر ځانګړو ځواکونو، پولیسو او اردو باندې ډول ډول تورونه پورې کیږي چې د خلک په منځ کې یې متنفره کړی.
خو زه باور لرم چې اوس د بغدادي پيرانو وخت تللی چې خلک به په ډيره اسانۍ د نظام او نظام د ستنو پرضد راپورته کیدل او هر څه به یې په پټو سترګو منل.
لومړی د صفر صفر قطعو د نوم بدي کولو هڅه وشوه او په ځانګړي ډول طالبانو او پاکستان ځینو خلکو ته دستور ورکړی و چې د دې قطعو پرضد څرګندونې وکړي او خلک یې پروړاندې غبرګون ته وهڅوي.
دا هڅې په ډير منظم ډول له بیلابیلو چینلونو وشوې، خو له نیکه مرغه چې افغانانو پرې باور و نه کړ او برعکس د دې قطعو ملاتړ یې وکړ چې ترهګرۍ ضد مبارزه کې ښه ثابت شوي دی.
طالبان او باداران یې ځکه د دې قطعو نوم بدي کولو پسې راخیستې چې دې ځانګړې قطعې د طالبانو هغه مشران په نښه کړل چې سر له پاسه به یې سر نه منه.
طالبان نعوذبالله له خدای دومره نه ډاریږی، لکه له ځانګړې قطعې له عملیاتو چې ډاریږي، طالبانو د ملي اردو یو کنډک باندې سترګه نه ډکیږي، خو د دې قطعې له یوې کوچنۍ ډلې بیا د ښځو جامې اغوندې او له سیمې تښتي.
دا قطعه ډير په ځانګړو مالوماتو باندې تکیتیکي عملیات کوي چې دښمن په نښه کوي او دانه دانه له منځه وړي، دښمن ته دومره چانس هم نه ورکوی چې د وسلې دانه یې تېره کړي.
ځینې سیاسي ډلې بیا له بلې لارې هڅه کوي چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه نوم بدي کړی.
لکه تاسو به اوریدلي وي چې ځینې سیاسیون وایي چې له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د شخصي وسله والو ګټه اخیستل کیږی او سیاسي رقیبان پرې ټکول کیږی، خو دا سیاسیون هیڅ داسې بیلګه نه شي ښودلی چې افغان ځواکونو له قانون خلاف عمل کړی وي.
افغان ځواکونو د ټاکنو پروسه کې قربانی ورکړه، د ټاکنو امنیت یې داسې خوندي کړ چې ان بهرنیانو یې ستاینه وکړه، هیڅ ډول لاسوهنه یې و نه کړه او پوره ډاډ یې خلکو ته د دې زمینه برابره کړه چې د رای مرکزونو ته لاړ شي او خپلې خوښې نوماند ته رای ورکړي.
خو شته ځینې سیاسیون چې دا ځواکونه په ټاکنو کې په لاسوهنه تورنوي او خلکو ته داسې ښيي چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د یو شخص په خدمت کې دی او ملي توب نه کوي.
تاسو ولیدل د ټاکنو کمېسیون کې د ځان ګرمولو لپاره یو د دهلیز قلف مات شو چې هیڅ توکي پکې نه و، خو ځینې دا موضوع داسې کړله چې ګنې دا ځواکونه د یو ټیم لپاره کار کوي.
مالومه شوه چې د قلف په ماتیدو سره هیڅ شی نه دی بې ځایه شوی او نه هلته څه و، خو دا چې ځینې په قصدي ډول غواړي افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه نوم بدي کړی، په دې دې خبر وي چې افغانان د خپلو ځواکونو تر شا ولاړ دي او د دې ځواکونو پرضد هیڅ ډول تبلیغاتو باندې باور نه کوي.

Share this page to Telegram

Comments