هغه پولیس نیول شوی چې تاوتریخوالی یې کړی

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: کورنیو چارو وزارت هغه پولیس نیولی چې وړمه ورځ یې د پاکستان سفارت مخې ته له مراجعینو سره له زورزیاتي ډک چلند کړی.
د محمدا جان په نوم د پولیسو دغه افسر د سفارت خونو د امنیت ساتنې قطعې د بلوک قوماندان و.
په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس شوې ویډیو ښيي چې د محمدا جان په نوم د پولیسو دغه افسر څو کسان وهلي او یو سپین ږیری ناروغ په ځمکه راولي چې دغه عمل د خلکو غوصه راپارولې ده.
کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي تیره ورځ مازدیګر مهال خبر ورکړ چې محمداجان یې نیولی او پوښتنې ترې روانې دي.
پر ټولنیزو رسنیو کې خلک د دغه پولیس د علني مجازت غوښتنه کوي، څو د نورو لپاره عبرت شي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments