هغه تېروتنې چې د وزن کمولو په نیت ترسره کېږي مګر روغتیا ته زیان رسوي.

comments 0

0 Views

د وزن کمل اسانه چاره نده ، ځینې کسان تقریبا هر کوښښ کوي تر څو خپل مناسب وزن ترلاسه او یا کم کړي.
له ځینو ناسمو کارونو څخه دي ، په 2015 کال کې یوې څېړنې ومونده چې ‌‌‌‌‌‌ډیری کسان ددې په لټه کې دي چې خپل وزن ژر تر ژره ټیټ کړي او ددې هدف لپاره هر خطرناک کار ته لاس اچوي د وزن کمولو لومړی قانون دادئ چې داسې طریقه غوره کړای شي تر څو ستاسو روغتیا ته زیان ونه رسوي دوامداره واوسي ، او په سمه بڼه ترسره شي .
د ځینو چایو څښل
تاسو به باور وکړئ یا نه ځینې کسان د وزن کملو په نیت ځینې ځانګړي چایونه ځښي
هغه سلبریتي ګان چې ادعا کوي د دې چایو په مرسته ‌‌‌‌‌‌ډنګر شوي خلک بې لارې کوي .
دا چای کوم ‌‌‌‌‌‌ډول دئ ؟
د امریکا د غذایي سازمان د وروستي راپور له مخې د ‌‌‌‌‌‌ډنګروالي لپاره دا چای او بستې خطرناک ثابت شوي او اکثریت یې د زړه ناروغۍ رامنځته کوي

Share this page to Telegram

Comments