هغه افغان چې د عمران خان لاسونه يي ښکل کړل څوک وو؟:نجيب الله حقبیان

comments 0

0 Views

زه هغه افغان بلکل نه ګروم چې د عمران خان لاس يي ښکل کړی دی، هغه مجبور دی، ناروغ دئ او ددې لپاره چې ورغيږي او درملنه يي وشي باید د هر سړي لاس ښکل کړي.
هغه د غندلو دی چې ډاکټر وژني، انجينر وژني، ښونځی سوځوي، روغتونونه تړي او د نړۍوالو خیريه ادارو د فعالیتونو مخه نيسي.
هغه د غندلو دی چې زما او ستا غرور، تاریخ او ميړانه يي د نورو پښو ته اچولې، هغه د غندلو دی چې غواړي نيم افغانستان د ایران شي، نيم نور د پاکستان شي او پاتې نور د ملوک الطوايفي شعار ورکونکي اداره کړي.
دا خو يوازې يو انځور وو چې رسنیز شو تر دې مخکې زموږ ډيرو بريتورو مشرانو،مخورو،زوره ورو او نن سبا د زمانې فرعونانو د پاکستان لاسونه ښکل کړي دي.
سپين ږيری ولسمشر محمد اشرف غني له دې ذلته وژغورلئ، د افغانستان پر ضد د دوهمې پنجابي کودتاه مخه يي ونيوله، سوداګرو ته يي د مرکزي آسيا او اروپا لارې خلاصې کړې او د افغانستان مارکيټونه د پاکستان د مردارو وړو پر ځای د مرکزي آسيا له پاکو او صحي اوړو ډک دي.
که نن هم پر موږ پاکستان پلوي حاکم وی نه به دا لږ او ډير اقتصاد وو، نه به دا لږه او ډيره اقتصادي خپلواکي وه بلکه د ټولو سترګې به تورخم او سپين بولدک ته وی.
ددې ناروغ په شان ډير نور فرض کړئ دده مظلوم په شان به زرګونو افغانانو په پيښور، اسلام اباد او پنجاب کې د ځان د ژغورنې او يا درملنې په پار څومره پاکستانيانو ته چاپلوسي کړي وي، د څومره ډاکټرانو لاسونه به يي ښکل کړي وي چې خیر دی زما ژوند وژغوره.
پوهييږئ يو پاکستاني ډاکټر کیسه کوله چې زموږ د طبابت د بریا لامل هغه افغان ناروغان دي چې دلته يي له طبه فارغ پاکستانيان پرې زده کوي، ويل به يي چې له پوهنتونه فارغ شي په خصوصي روغتونونو کې د ستاژ دوره پای ته رسوي ناروغ افغان چې راشي چې له کومې خوا يي حلا کړل له هم هغې خوا يي حلالوي، چې څه ډول يي عملیات کړ هم هغسې يي عملیات کوي.
په تيرو کلونو کې له پآکستان څخه نورې نړۍ ته د زړه، پښتورګو او بدن د نورو اړينو غړو قاچاق اوج ته رسيدلی وو، پوهيږئ دا غړي د چا وو؟ دا د هغو افغانانو د بدن غړي وو چې د عملیات پر مهال به ترې و ويستل شول او ناروغ به مړ شو او بې ساه جسد به يي کورنۍ ته وسپارل شو، تر اوسه دې وژنې ته د چا پام نه دی خو هيڅ چا دا جرأت هم نه دی کړی چې له پآکستان څخه د راوړل شوي ناروغ د عملیات ځای بیرته څيري کړي او وګوري چې دده په بدن کې څه شوي دي.
پوهيږئ د کرزي صیب په وخت کې دوه ورځې د تورخم لاره بنده شوه لس تنه ناروغان تلف شول او شل ديرش ماشومان او تورسرې د کوما په حالت کې ننګرهار ته راوړل شوې خو اوس ناروغ شوی نه وي هندوستان، ترکيي او ان چين او اروپا ته رسيدلی وي. ددې لامل څه دی؟ ددې لامل معقول سياست او له نورې نړۍ سره د ګټو پر بنياد تعامل دی خو برعکس له پاکستان سره زموږ تعامل یو طرفه وو هغه داسې چې د دوی سياسي او اقتصادي ګټې دلته خوندي وي خو موږ به يوه کيلو رومیان هم پاکستان ته نشوی وړی او هغه څه به چې په پټه وړل کيدل له غالیو تر ميوې پورې به تر معياري بسته بندۍ وروسته د پاکستان په نوم د اروپا او آسيا بازارونو ته تلل.
که خدای مه کړه د لس او شل کاله پخوا په شان موږ په پآکستان پورې تړلی وی نن به مو زعفران اروپا ته رسيدای شوای؟ جنځغوزي او وچې ميوې به مو د چین او هند بازارونو ته رسيدای شوای؟ د لاجوردو، وريښمو د لارې، چابهار بندر او هوايي دهلیزونو خوب مو لیدلی وو؟
په خپل وطن کې باعزته ژوند په هر حال عزت دی، د بې عزته او باعزته ژوند پوښتنه له کريکټر نبي عيسی خيل، ګلبدين نايب،اصغر ستانکزي او د ملي لوبډلې له هغو غړو وکړئ چې په پاکستان کې ميشت وو.
دوی په کمپونو کې په خاورینو لوبغالو کې لوبې کولې د خوښې لوبډله يي پاکستانۍ او د خوښې لوبغالی يي شاهد افريدی وو خو چې خپل وطن ته راغلل نه يوازې په عزت شول بلکه په نړۍ کې وځلیدل، په نړۍ کې کې يي له داسې لوبډلو سره لوبې وکړې چې موږ په خوب هم نه وې لیدلې تر ټولو په زړه پورې يې دا وه چې د هم هغه افريدي او پاکستاني پر وړاندې بيټ او بال ته ودريدل چې يو وخت به د دوی ډير خوښيدل. تر ټولو په زړه پورې خو يي دا چې د پاکستان ګردونو وهلی کریم صادق نن په ډاګه وویل چې که غواړئ د پآکستان له صحي او روغتيايي يرغل او اشغاله وژغورل شئ پر حکومت زور واچوئ چې ماته سل جريبه ځمکه راکړي زه درته مجهز روغتون جوړوم…. دا هغه مهاجر، هغه بې کوره او در په در افغان وو چې يو وخت يي په آسمان ستوری نه لاره او پر ځمکه سيوری خو چې وطن ته راغی نه يوازې په ملي او نړۍ واله کچه معزز شو بلکه دومره شتمن شو چې په سل جريبه ځمکه کې روغتون جوړولی شي.
همداسې هغه کډوال سترګو ته ودروئ چې په نه خبره به په تاڼو کې پراته وو او د لسګونو زره بډو په بدل کې به را خوشې کيدل نن چې وطن ته راستانه شوي د کور او ژوند خاوندان شوي دي، بچي يي چې تر افغانستان ميشتو هغو لوستي وو ښې دندې، ښه معاشونه او ښه ژوند لري.
که موږ د خپل وطن پر عزت او شرف فکر ونکړو، که موږ د خپل وطن د هوساينې او بساينې خيال په سر کې ونه روزو او که موږ د خپل وطن د ژغورنې لپاره د پاکستان او پاکستان پلوو ډلو د پټو او ښکاره دسيسو پر وړاندې ونه دريږو شونې ده بیا ذلیل شو، بیا مو کډې په شاه شي او بیا په کمپونو او مهاجرت کې تور سرونه سپين کړو.
پاکستان ازلي دښمن دی فکر يي هم مه کوئ چې دوست به شي که طالب راضي شي او سوله درسره وکړي، پنجاب وار د مخه لا د داعش ورګې او کټملان درته تیار کړي دي، که دا هم وخپې شل نورې ډلې شته دي چې بیا په دې وطن کې د نفوذ لپاره پروژې پلې کړي.
د ولسي ويښتابه لپاره د شعوري مبارزې سنګرونه پياوړي کړئ، که زما منئ د هغه ناروغ افغان انځورونه چې د ځان ژغورنې او درملنې لپاره د دښمن هیواد د لومړي وزیر لاس ښکلوي د وطن ګوټ ګوټ ته ورسوئ او هغو ته چې د پنجاب په خاطر مو وګړي وژني، د ایران په خاطر مو د اوبو د مديریت مخه نيسي او د روس او چين په خاطر مو د لږ او ډير را جوړ کړي نظام د سقوط او له منځه وړو خوبونه ويني دا ورته و وایی چې دا وطن څيښتن لري او موږ مخکې کړی یون بیرته په شاته يون باندې نه معامله کوو.
سوله هم وکړئ، له يو بل سره اختلاط، سياسي مخالفت او مباحثې هم وکړئ خو ددې وطن د بیخ بینا د بربادۍ پروژې مه پلې کوئ، د موقت حکومت او ۱۹۹۰ کال د تکرار، د يو بل غازی امان الله د تبعید او يا بل شهيد ډاکټر نجيب الله د په دار کولو ارمان مه کوئ.
پر موږ تیر شوی حالت د لیلی مجنون کيسه نه بلکه زما او ستا د پلار، مور او ورور د سترګو لیدلی حال دی له دوی پوښتنه وکړئ چې تر کودتاه وروسته زر دانې جنګي الوتکې چیرته ولاړې، زرهي او نظامي موټر چا کباړ کړل او چیرته يي خرڅ کړل؟ دا هم ترې وپوښتی چې د روسانو پر ضد د جهاد پر مهال تاسو ته روزنه چیرته درکول کيده؟ په پوځي موټرو کې به پټې سترګې له يوې سيمې بلې ته چا وړئ؟ ددې پوښتنه هم ترې وکړئ چې په وړوکي کابل کې څو حکومته وو؟ د زرداد په پاټک کې د سپي په جامه کې انسان ولې خلک داړل؟ د ناهيد په شان سلګونو پيغلو ولې ځان وژنې وکړې او …..
دا ترخه حقايق دی او دا ترخې کيسې نن سبا ځکه تر خلکو ژر رسيږي چې ولسي شعور را ويښ شوی، ټکنالوژۍ او د معاصر بدلون انقلاب په ډيرې چټکۍ سره ويده افغانان له خوبه را پاڅولي دي اجازه مه ورکوئ چې بیا د غفلت په خوب ويده شئ ، اجازه مه ورکوئ چې پنجاب او ایران مو د افراطيت، قومي، سمتي، نژادي او مذهبي تعصب په خوب وړونکو درملو معتاد کړي.
همدې سپين ږیري ولسمشر چې څوک يي لاسپوڅی، څوک يي کافر او څوک يي څه بولي له اقتصادي پلوه بسيا کړئ، د نظام د سمون په خاطر يي زور واکي، غاصبین او ملوک الطوايفي درته ختمه کړه او لا لګيا دی چې تدریجي په دې وطن کې د پټ او ښکاره حاکم فکري سرطان جرړې را وباسي.
دا جنګيدونکي ميړني سرتیري، دا په لویو لارو کې زما او ستا د امنيت په خاطر ولاړ پوليسان او دا په کشفي برخه کې شپه او ورځ ستړي استخباراتي افسران ددې وطن هغه ريښتوني بچيان دي چې نه غواړي وروڼه يي د عمران خان لاسونه ښکل کړي، نه غواړي کابلۍ او افغانۍ ملالې بیا د پيښور او پنجاب په سړکونو خیراتونه ټول کړي. خو دوی ستاسو ملاتړ ته اړتيا لري، دوی اړتيا لري چې قدر يي وشي او قربانۍ يي حساب شي.
همت وکړئ! فکري سکوت مات شوئ دی او ملت شعوري شوی دی بس يوازې يوه وړه ديکه بله غواړي چې فزيکي هم را پورته شو او نور د تل لپاره د آسيا زړه د افراطیت، تروريزم او وحشت له سرطانه وژغورو.
نو هغه افغان چې د عمران خان لاس يي ښکل کړ هغه زه هم کیدای شم، ته هم کيدای شې خو که د هغه دا کار درته افغانيت او سړيتوب نه ښکاري راځه زه او ته لاسونه سره ورکړو او دا وطن د تل لپاره د پنجاب له ذلته او احتیاجه وژغورو.
څو چې پاتې يو افغان وي
تل به دا افغانستان وي
تل به دا افغانستان وي

Share this page to Telegram

Comments