هسکه مېنه کې پر داعش برید شوی

comments 0

41 Views

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار ولایت مقام وایي، هسکه مینه ولسوالۍ کې درې داعشیان ووژل شول .
ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوږیاڼي وایي، هسکه مینې ولسوالۍ اوغز سیمه کې تېره ورځ د بې پیلوټه الوتکې په دوو هوایي بریدونو کې درې داعشیان وژل شوي او د دوی وسلې او مهمات هم لمنځه تللي دي .
دې سیمه کې داعش سخت ځپل شوی، خو لا هم ځینو سیمو کې کم کم داعش وسله وال لیدل کیږي.، خو له فعالیت لویدلي دی.
د خوږیاڼي په خبره، په دې برید کې ملکي وګړو ته کوم زیان ندی اوښتی
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments