هسکه مېنه له داعش پاکه شوې

comments 0

0 Views

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار چارواکي وایي، له داعش وسله والو یې د هسکې مېنې ګورګورۍ سیمه پاکه کړې.
د ننګرهار والي حیات الله حیات وایي، ځمکني عملیات او هوایي بریدونو د هسکې مېنې ولسوالۍ اړوند سیمو کې یا داعش وژلي او یا یې تېښتې ته مجبور کړي چې اوس په دې سیمو کې داعش وسله وال یا نشته او ډير کم دي چې ګواښ نه شي جوړولی.
د هسکې مېنې ولسوال بیا ویلي، که له داعش په نیول شویو سیمو کې امنیتي پوستې جوړې نه شي بېرته به د وسله والو لاس ته ورشي.
خو والي او امنیه قومنداني ډاډه دي چې د داعش د ځپلو لپاره یې هوایي بریدونه او ځمکني عملیات دوام لري او دا ډله به له بیخه ورکه کړي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments