هزاره اجتماعي ځانمرګی کوي / لیکوال : نقيب احمد عزيزي

comments 0

0 Views

کيسه د علي پور او انيل کپور نه ده، نه د شجاعي او بل بلاګي ده. کيسه له ايران سره له لاس پټولو سرچينه اخلي. په ايران کې تېر کال د همدې نومبر مياشت په شاوخوا کې محمد محقق له خولې ځګاړې باد کړې، ټيک د ۲۰۱۷ پر ۲۶مه بي بي سي دری راپور خپور کړ چې دغه د خپل قوم دلال په سوريه او عراق کې د ايران جنګ مشروع وګاڼه، له افغانستانه ور لېږلې مولۍ يې وستايلې چې خورا خرپنده جنګېږي، د بري دعاوې يې هم ورته وکړې.
د ايران د اخونديزم په اخور له درشتې خوړلو وروسته چې را ستون شو او دلته نيوکې پرې زياتې شوې، دستي يې وويل چې «آنچه در ایران گفتم سیاست دولت نیست، نظر شخصی من است!»
د محرم د مراسمو په لنډه‌غري کې يې پر غني فشار راووست او ګل غوندې يې تور تور لانچرونه پرې وويشل، دشت برچي يې مسلح کړه. تبعيض يې مه ګڼئ، د دې اکثره اوسنو فول برايټرانو نيکه ګانو چې دلته له کلونو کلونو د کنارابونو د بېلچو لاستي ګرځولي وو، ټوپک ورته معجزه ښکاره شوه. قومي زهري ملاريا يې سر ته وختله، خپل قصابان مشران يې شپونکيان ګڼلي او هغوی ناست دي يا يې په داعش داړي او يا يې په سوريه کې سوري سوري کړو. دا دی اوس يې دلته هم له خپلو افغان سيالو قومونو سره په اور ګډوي.
هلته يې په جاغوري کې يوه کومانډو‌کُشه صحنه سازي وکړه، د طالبانو له سيمه‌يزو مشرانو سره پروټوکولونه امضاء کوي، پيسې ورکوي، دوې ورځې جنګ پکې نه و شوی چې د ګيلان پر رسنه سيمه يې هوانو ته بنده کړه. بله برغوزۍ يې دا وه چې هلئ جاغوري ولايت کړئ، ځکه يې ولايت کړئ چې ارام شي. د ګيلان خلک دا دوې شپې کېږي چې له بدې ورځې د کابل ـ کندهار پر لاره د جنډې په بازار کې احتجاج کوي چې د خدای پار دی، موږ ولې ولئ؟ په شنه يخ کې ۱۲۰۰ کورونه کوچېدلي. کومې رسنۍ راپور پرې جوړ کړ؟ حکومت به يې څه وخت غږ واوري؟ مرتضوي په ارګ کې د کور نيالګو ته اوبه ورکوي، د کلي په منځ کې بل اور نه ويني، ته به وا فيسبوک د سنګ ماشې له مغارو چلوي.
پښتانه پر همدې فيسبوک لګيا دي خپل هر قاتل، خپل هر پاټکي، خپل هر جنګسالار، خپل هر غدار ته له حکومته په زاريو محاکمه غواړي، دوی د ماسټري له سند سره پر عسکر ور بلوسي، خو افراطيان پښتانه دي او ليبراليزم د دوی پر پزه پيزوان دی.
د دوی له لاسه دا دوې هفتې زموږ د پوهنتون درسونه رخصتېږي. ته و خدای ۲۵ عسکر په مظاهره کې زخميانول کوم مدني لاريون دی؟ دومره خو د طالبانو په کمين کې هم نه ژوبلېږي.
د دوی له لاسه پر خوار و غريب د کابل پوهنتون ليليه هم وتړل شوه، بېچاره محصل د ظرف شويي د اخيستو وس نه لري، خو کډه يې څټ کې بار ده.
موږ دا ۱۸ کاله نه، دا ۴۰ کاله د افراطيت ښکار او متهم يو، لکن د لاريون اخلاق مو زده دي، له دې وطن سره د مالکيت د تړون همېشنی اثبات ورکولای شو، ځوان نسل مو له قومي، ګوندي او نورو شرمناکو کړيو را بهر کېږي، مګر دوی ته که په رسنۍ کې هم د ملامتي ګوته ونيسې، په اروپا، امريکا او کابل کې دې د ملي حيثيت حيا ته هم صدمه رسوي، بغارې وهي. ځان لاسي استثناء کوي، په کور کې کورکي جوړوي. تخلصونه يې فرامز فرامز دي، خو په دومره محدود حلقو کې ګير دي چې پر خپل غيرمتمدن ميروګل او خيرالدين کليوال به شل وارې شکر وکاږې. له ما سره په يوه وطن کې په مشترک دسترخوان کېناستل نه غواړي، خو د پرديو بارونه په يوه ساه ځغلوي. دا ځای دې نښه وي، که دوی خپلو قومي دلالانو ته «نه» و نه وايي، داسې به يې د پولۍ ټک ته کېنوي چې خدای که يې يا کور د بسياينې شي، يا ګور د حيا.

Share this page to Telegram

Comments