هرو پنځه ماشومانو کې دوه له زده کړو پاتې دي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د ماشومانو د خوندیتوب ادارې مالومات ښيي چې د جګړو له کبله هرو پنځه ماشومانو کې یو یې له زده کړې بې برخې دی.
د ماشومانو د خوندیتوب ادارې ویانده مریم عطايي وایي، ډيری ماشومان هغو سیمو کې له زده کړو پاتې دي چې طالبان پرې واکمن دي.
د عطايي د مالوماتو له مخې، درې اعشاریه اوه میلیونه افغان ماشومان زده کړو ته لاس رسی نه لري چې لامل یې جګړه ده.
د ماشومانو د خوندیتوب اداره وایي، د جګړو له کبله بې ځایه شویو ماشومانو له ډلې هم ۱۵ سلنه یې زده کړو ته لاس رسی نه لري.
مالومات ښيي چې طالبان تر خپل واک لاندې سیمو کې ښوونځیو ته اجازه نه ورکوي او ښوونځیو څخه د سنګر په توګه کار اخلي.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments