هره اونۍ پاکستان، ایران، هند او دوبې ته دونیم زره ټنه میوه صادریږي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل : ارګ کې په ترسره شوي کتنې کې ولسمشر محمد اشرف غني تینګار وکړ چې افغانستان به د یوه مصرفي هیواد پر ځای په یوه صادروونکي هیواد بدلوي.
د صنعت کارانو ستونزو اوړیدو په موخه کومه ناسته چې ارګ کې ترسره شوې وه د صنایو د خونې لومړي مرستیال وویل چې هره اونۍ پاکستان، ایران، هند او دوبۍ ته دوه نیم زره ټنه میوه صادروو، غواړو د اریانا د پروازونو له لارې روسیې ته هم د میوې د انتقال زمینه برابره شي.
نوموړي له ولسمشر اشرف غني څخه وغوښتل چې افغان سوداګرو ته دې زمینه برابره شي چې د توکو موټر یې له واګه مستقیم هند ته د تګ اجازه ولري. سوداګرو همدا راز غوښتنه وکړه چې د آریانا افغان هوايي شرکت له لارې دې د توکو د انتقال لا ډېره آسانتیا برابره شي.
ولسمشر محمد اشرف غني د صنعتکارانو ستونزو اوړیدو وروسته وویل چې آریانا افغان هوايي شرکت به د هند ممبي، کلکتې او حیدراباد ښارونو ته به د میوې د صادراتو ترتیبات ونیسي.
هغه زیاته کړه، ژر به د افغانستان محصولاتو ته د اذربایجان او ترکمنستان په هوايي ډګرونو کې ځای ځایګی برابر شي او په مسکو او قزاقستان کې به هم دوه اساسي بازارونه پرانیستل شي. محمداشرف غني وویل، د سوداګرو د مالونو د انتقال په برخه کې به اساسي ستونزه ازبکستان ته په نږدې راتلونکي سفر کې حل شي او دغه هېواد سره به په بېلابېلو برخو کې دوه اړخیز تړونونه لاسلیک شي. ولسمشر ټینګار کړی چې افغانستان به په صادراتي هېواد بدلوي او د سوداګرۍ د اسانتیا لپاره به هڅه کوي.
سپوژمې پوپلزې

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply