هرات: ۲۹ تنه د جنايي جرمونو په تور نیول شوي

comments 0

45 Views

د کورنيو چارو وزارت خبر پاڼه وايي،چې په هرات ولایت کې ۲۹ تنه داسې کسان نيولي دي چې جنايي جرمونو په بېلابېلو قضیو کې ښکېل وو.
وزارت خبر پاڼه کې راغلي،د هرات ولایت د امنیه قوماندانۍ منسوبینو د تېرې یوې اونۍ په لړ کې د هرات ښار او ولسوالیو په بېلابېلو سیمو کې عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې ۲۹ تنه د جنايي جرمونو په ځانګړې توګه د قتل، وسلوالو غلاو، له غیرقانوني وسلو د استفادې او د نشه يي توکو د پلور په تړاو نیولي دي.
له نیول شویو کسانو څخه نهه قبضې تفنګچې، درې عرادې موټر، اوه عرادې موټرسایکلونه، دوه قبضې چاقوګاڼ او یو اندازه نشه يي توکي ترلاسه شوي دي.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments