هرات کې ۲۴ وسلوالو ته مرګ ژوبله اوښتې

comments 0

473 Views

هندوکش ــ هرات: دهرات ولایت په رباط سنګي ولسوالۍ کې دافغان ځواکونو په هوايي بریدونو کې ۲۴ وسلوال طالبان وژل شوي دي.
دهرات ځايي چارواکي وايي، چې یاد بریدونه تیره شپه دهرات ولایت په رباط سنګي ولسوالۍ نورزايي کلي کې ترسره شويدي.
دهرات ولایت امنیه قوماندان جنرال امین الله امرخیل وايي،طالبانو تیره شپه په سرحدي ځواکونو بریدونه پیل کړي وو، چې په ترڅ کې دافغان ځواکونو له بالمثل عمل سره مخامخ شول اوبریدونه یې بیرته په شاوتمبل شول، نوموړي وایی، چې دافغان ځواکونو د دریو هوايي بریدونو په ترڅ کې ۲۴ وسلوال ترهګ وژل شوي، نوموړي وویل، چې دوژل شوو طالبانو جسدونه لاهم په سیمه کې پراته دي.
امیرحسین سلجوقي

Share this page to Telegram

Comments