هرات کې ۲۱ تنه نیول شوي

comments 0

0 Views

هندوکش – هرات: د هرات پولیس وایي، په تېره یوه اوونۍ کې یې د بیلابیلو جرمونو په تور ۲۱ کسان نیولي او اوس په نظارت خونه کې دي.
د پولیسو ویاند عبدالاحد ولي زاده وايي، دا شمېره کسان د غلا، ناقانونه وسلو ګرځولو، فریبکارۍ، د خلکو زورول او نشه يي توکو د پلور په تور نیولي دي.
د نیول شویو کسانو دوسيي عدلي او قضايي ارګانونو ته د څېړلو لپاره استول شوي چې مجرمین وپيژندل شي.
له نیول شویو کسانو لس میله تفګچې او کلاشینکوف هم د پولیسو لاس ته ورغلي دي.
امیر حسین سلجوقی

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply